د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
1

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي سیندیزې حوزې رئیس ملا محمد عمر انس او د (اېف، ای، او) مؤسسې استازو په شتون کې پیل شوې.

په دغو پروژو کې د لاندې کانالونو پاک‌کاري، د کیله‌ګي کانال پاک‌کاري د چهل‌کپې په سیمه کې د ۲ کیلومتره په اوږدوالي، د دولت ‌زي کانال پاک‌کاري د ۱.۵ کیلومتره په اوږدوالي، د دوشي چغک کانال پاک‌کاري چې په کنده‌ سنګ سیمه کې موقعیت لري، د ۱.۸ کیلومتره په اوږدوالي، او د مرکزي بغلان اړوند د وړوکي اجمیر کانال پاک‌کاري د فابریکې شپږم سړک په سیمه کې د ۸۰۰ مترو په اوږدوالي ترسره کېږي.

یاد کانالونه چې موسمي سیلابونو یې، چې د اوبو جریان اغېزمن کړی وو، او کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسېدو بهیر یې له خنډ سره مخ کړی و، چې له امله یې خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا شوې وې.

د مسؤلینو په وینا، د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته به د اوبو جریان منظم شي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو اړوند شته ستونزې به تر ډېره هوارې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژه د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د برکوچي خېلو کلي د استنادي دېوال پروژه د ۸ میلیونه، ۳۵۹ زره او ۲۹۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu