له اوبو څخه د ګټه اخیستونکو ټولنو د جوړید بهیر

 

له اوبو څخه د ګټه اخیستونکو ټولنو د جوړید بهیر

ددی لپاره چی په تیروکلونو کی د اوبو تنظیم د جلا جلا مخو لپاره لکه څکلو – کرهڼی– صنعت او داسی نور... د میرابانو او وکیلانو له خوا تر سره کیده او پدی وروستیو کی چی نفوس ورځ تر ورځی د ودی په حال کی دی د اوبو لګښت هم څو برابره زیات شوی دی او د اقلیمی بدلون ستونزو ته په کتو سره نور د میرابانو له حوصلی څخه وتلی ده لکه څنګه چی لازم دی په یواځی سر اوبه مدیریت کړی .

د اوبو د ساتنی، سپما او د ډاډمنی ګټی اخیستنی لپاره د اوبو د څانګی کار پوهان د انرژی او اوبو په وزارت کی د اوبو د قانون تر روښنائی لاندی مقرری او طرزالعملونه جوړ کړل چی يو له هغو څخه د اوبو څخه د ګټه اخیستونکو ټولنو طرزالعمل دی.

د اوبو څخه د ګټه اخیستونکو ټولنو طرزالعمل د میرابانو او وکیلانو د واک، اختیار او ارزښت د کمښت لپاره ندی تدوین شوی بلکه د هغه په پلوی او حمایت د اوبو په چاروکی د همغږی لپاره رامنځ ته شوی دی، تر څو په اقتصادی لحاظ د ټولو مصرف کوونکو لپاره اوبه ښی مدیریت شی.

له اوبو څخه د ګټه اخیستونکو ټولنو غړی، وکیلان، میرابان د ځمکوالو استازی او یا د کلیو د اوسیدونکو  استازی دی .

د اوبو څخه د ګټه اخیستونکو ټولنی د کانالونو او ویالو د ټول سیستم د څارنی او ساتنی مسئولیت په غاړه لری حال داچی میرابان د کانالونو په پای کی د لښتیو ساتنه او څارنه په غاړه لری او د اوبو د ویش مسئولیت لری .

د بیلګی په توګه:

د ویالو او کانالونو څخه د خټو په ویستلوکی خلک حشر کوی او په پاکولو کی ئی برخه اخلی خو کله چی پرکانالونو او ویالو کښی سیلابو نه راشی له شګو او خټو څخه ئی ډک کړی بیا نو خلک له پاک کاری څخه عاجز پاته کیږی او ټولنه ورته ماشین الات لکه سکواتور او نور برابروی .

نو ځکه د اوبو څخه ګټه اخیستونکی ټولنی د اوبو ګټه اخیستونکو ته په جلا جلا برخو کی د میرابانو په پرتله ډیر خدمت کوی.

په همدی بنسټ د اوبو د حقوقو ریاست د یوه کاری پلان له مخی هڅه کوی تر څو په پنځو سیندیزو حوزوکی داوبو د هر اړخیز مدیریت اساسی ستنه ( د اوبو څخه ګټه اخیستونکی ټولنی ) جوړی کړی ترڅو د اوبو ټول ګټه اخیستونکی په تدریجی ډول سره د اوبو په مدیریت کی برخه واخلی.

دا دی د یوه کال په موده کی د (1393 کال د غبرګولی له میاشتی څخه د 1394 کال د غبرګولی تر میاشتی) پوری ترسلو (100) پوری د اوبو څخه د ګټه اخیستونکی ټولنی څیړل شوی اصلاح او ثبت شوی رئیسانو ته ئی د فعالیت سرتیفکیت ورکړشوی دی.

د اوبو د حقوقو د ریاست انجنیران د خپل کاری پلان د اجراتو لپاره د هیواد سیندیزو حوزو ته سفر کوی اود اوبو څخه د ګټه اخیستونکو ټولنو په جوړولوکی د حوزو له مسئولینو او مربوطه څانګو له کارکوونکو سره مرسته کوی.

په لاندی انځورونو کی انجنیرعبدالفتاح "نجرابی"،دیپلوم انجنیر نورجمال "نعمتی" اوحاجی محمد آصف "صابری" د موضوع  په هکله جلا جلا حوزوته تللی دي.

1-    د شرین تګاب (میمنه )فرعی سیندیزه حوزی څخه

2-    د سرپل بالائی( سرپل) فرعی سیندیزه حوزه

3-    د سرپل پائنی (شبرغان ) فرعی سیندیزه حوزه

4-    د بلخاب (مزارشریف ) فرعی سیندیزه حوزه

5-    د شمل خرم (خوست ) فرعی سیندیزه حوزه

6-    د جلګه بالائی (پکتیا) فرعی سیندیزه حوزه

7-    د پل علم (لوګر) فرعی سیندیزه حوزه

8-    د پنج- آمو سیندیزه حوزه

9-    د هلمند سیندیزه حوزه

 

د اطلاعاتو او نشراتو آمریت