2013 کال د اوبو دنړیوالو همکاریو کال نومول شوی دی

2013 کال د اوبو دنړیوالو همکاریو کال نومول شوی دی

د 2010 کال په دسامبر کی نړی والی عمومی غونډی 2013 کال د اوبو په چاروکی دهمکاریو نړیوال کال اعلام کړ.

د اوبو نړیواله ورځ چه دمارچ په 22 کال 2013 کی لمانځل کیژی او پدی هکله به مختلفی څیړنی وشی.

 ددی لپاره چه UNESCO د طبعی علومو – اجتماعی علومو –فرهنگ وارتباطاتو په اړوند کار کوی   UN-WATER د UNESCOڅخه وغوښتل تر څو ددغه نړیوال کال مشری په غاړه واخلی.

د 2013 کال د نومولو موخه داوبو په چاروکی د همکاری د نړی وال کال په توگه دادی ترڅو د اوبو په هکله د پو هاوی سطحه لوړه شی او په سنیدیزو حوزوکی دهمکاری روحیه اوچته شی او هغه ستونزی چه د اوبو د مدیریت په هکله تر مخی پرتی دی لیری شی د اوبو سرچینو ته لاس رسی – د اوبو ویش او داوبو خدمات په حوزه کی تر سره شی ، په نوموړی کال کی به د اوبو د کامیابه همکاریو تاریخچه وڅیړل شی او هغه مهم موضوعات لکه د اوبو روزنه – د اوبو دیپلوماسی – دسرحدی اوبو مدیریت او  دلازمی بودجی برابرول به په نړیواله  کچه ترڅیړنی  لاندی ونیول شی ، ددی کال دښی لمانځنی لپاره یونسکویو لړ لیدنی کتنی لری چه په پاریس که به تر سره شی ، کار پوهان او د اوبو متخصصین په هر هیواد کی خپل دولتی مشرانو ته مشوره ورکوی تر څو اوبو ته چه لایزاله منبع ده او په بی پروائی سره په مصرف رسیږی پام وگرزوی داقتصادی کارپوهانو د څرگندونو په اساس اوبه په ډیروهیوادونو کی دیوی کم یابه (منبع) سرچینی په توگه شمیرل کیژی.

 چه نوموړی محدودیتونه دناسم اقتصادی سیاست زیـږنده دی کارپوهان پدی باور دی چه د اوبو له سر چینو څخه موثره گټه اخیستل – قیمت گذاری کول اوله عصری لارو چارو څخه د اوبو په استعمال کی کار اخیستل نوموړی محدودیتونه کمولای شی .

دنړی والو کارپوهانو د څر گندونو په اساس هیوادونه باید داوبو پر مسایلو باندی له یو اړخیزی کړنی څخه لری والی وکړی .

هر ډول اساسی بدلونونه د اوبو د سر چینو په پاسنی او کوزنی برخو کی او یا په غیرعادلانه  توگه له سرحدی اکوفیرونو څخه گټه اخیستل باید د خبرواترو او تفاهم له لاری تر سره شی نه د زور او قوت له لاری.

د کار پوهانو وړاندیز دادی چه  د سرحدی اوبولرونکی  هیوادونو ته ښائی چه په خپل منځ کی ټینگ تړاو ولری او د اوبو د تاسیساتو په جوړونه کی له زیاتی پاملرنی څخه کار واخلی.

په پایله کی کار پوهان ټینگار کوی تر څو د هیواد سیاسی لیډران پدی هکله ډیره ونډه ولری د سیاسی رهبرانونه گډون د سرحدی اوبو په چاروکی به د سرحدی اوبو د ضعیفه مدیریت لامل وی په اوسنی وخت کی زموږ گاونډیان سخت د سرحدی اوبو دمهار کولوپه لټه کی دي ترڅو په راتلونکی کی د اوبو له  بحران سره مخامخ نشی ، د اطلاعاتو پر بنسټ د چین هیواد تراوسه پوری د خپلو سرحدی اوبود مهار کولو او مدیریت په برخه کی بریالی دی .


 

 

 

 

 

 

 

 

د اوبو موجود بندونه د اسیا په و چه  اومنځنی ختیځ کی

دبندونو شمیر

دهیواد نوم

گڼه

22000

چین

1

4291

هند

2

2675

جاپان

3

765

کوریای جنوبی

4

625

ترکیه

5

204

تایلند

6

96

اندونیزیا

7

91

روسیه

8

71

پاکستان

9

66

ایران

10

59

مالیزیا

11

51

تایوان

12

46

سریلانکا

13

41

سوریه

14

38

عربستان

15

17

اذربایجان

16

16

ارمنستان

17

15

فلپین

18

14

گرجستان- ازبکستان

19

13

عراق

20

12

قزاقستان

21

11

قرغزستان

22

7

تاجکستان

23

5

آردن –میان مار –لبنان

24

3

نیپال – ویتنام- سنگاپور

25

2

افغانستان –برونی -کامبوج

26

1

بنگله دیش -لائوس

27

 

په درناوی

جیولوجست محمد حلیم "حلیم "

د اوبو دحقوقو رئیس