د کمال خان د بند د دوهم فاز کار باید په ټاکل شوی وخت کې پای ته ورسیږی

د کمال خان د بند د دوهم فاز کار باید په ټاکل شوی وخت کې پای ته ورسیږی

د انرژی او اوبو وزیر محترم انجنیر علی احمد عثمانی، د مالیی وزیر محترم اکلیل حکیمی په افغانستان کې د ایران سفیر محترم محمد رضا بهرامی، د دولت لوړ پوړی پلاوی د پارلمان ځینو غړو، د فراه او نیمروز ولایتونو محترمو والیانو او د نیمروز ولایت د ولایتی شورا استازو د کمال خان د بند د کاری چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

ښاغلی عثمانی د برایت پیرل او آسیا بنا له قراردادی کمپنیو څخه چې د نوموړی بند د جوړیدو مسؤلیت په غاړه لری په لومړی پوښتنه کې وغوښتل چې د یاد بند د کار د ګړندیتوب په اړه خپل معلومات په بشپړه توګه وړاندې کړي.

د پیرل کمپنی استازو د بند د مختلفو برخو جوړونی ته په اشاری سره د بند د جوړیدو کار ګړندیتوب تشریح کړ چې وړاندې شوی توضیحات د انرژی او اوبو د وزیر د قناعت وړ ونه ګرځیدل او د کمپنی د کار په ګړندیتوب یې نیوکه وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې کار باید په ډیر ګړندیتوب سره ترسره شي.

ښاغلی عثمانی وویل: ددی بند د دوهم فاز د کار لپاره شپژ میاشتی وخت تمدید شوی دی چې د بل ځل لپاره په هیڅ ډول نشی تمدید کیدلی.

د کمال خان د بند کار باید له دریدلی حالت څخه ووځی او کار یې باید ګړندی شی!

د انرژی او اوبو وزیر د نیمروز ولایت د کمال خان د بند د کار د لیدنی پرمهال وویل: قرارداد کوونکې کمپنی بهانه کوي چې امنیت ډاډمن نه دی پداسی حال کې چې دولتی جکپوړی چارواکی په ډاډمنه توګه ددی بند د جوړیدو له کاره څخه لیدنه کوي.

په دی لیدنه کې د ولسی جرګی غړي محترم منورشاه بهادری د کار د حجم، له سیند څخه د بند د واټن، د بند د کاسی او د سربند په برخو کې خپل سوالونه مطرح کړل چې د ساحوی انجنیرانو لخوا ورته معلومات ورکړل شول.

وروسته له هغه د انرژی او اوبو وزیر ښاغلی عثمانی او ورسره پلاوی د قراردادی کمپنی د کار د مطالعو څخه لیدنه وکړه او د تل په څیر یې د کاری پلان سره سم د کار په ګړندیتوب ټینګار و کړ.

د دی بند د دوهم فاز د جوړیدو موخی د موسمی سیلابونو کنترول، د شاړو ځمکو خړوبول او د (۹) میګاواټه برښنا تولیدول دي.

یاد فاز نږدی د (۱۵) میلیونو امریکایی دالرو په لګښت جـــــــــــوړیږی د یادونی وړه ده چې د کمال بند د نیمروزه ولایت د چاربرجک په ولسوالی کې د زرنج له ښار څخه د (۹۵) کیلومترو په واټن کې پروت دی.

 

د اطلاعاتو او نشراتو آمریت