د هیواد د اوبو او انرژی وزارت او ترکمنستان جمهوری هیواد تر منځه د برښنا لین د لیږدولو په باره کی د آتامراد، خم آب، قرقین سیموته

 

د هیواد د اوبو او انرژی وزارت او ترکمنستان جمهوری هیواد تر منځه د برښنا لین د لیږدولو په باره کی د آتامراد، خم آب، قرقین سیموته

او همدارنګه د جوزجان په ولایت کی د دوه بابو سب ستیشنونو د جوړولو په باره کی د همکاری تفاهم نامه د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو د سفر په څنډه کی د بادغیس په ولایت کی لاسلیک شوه.

ددغی تفاهمنامی د لاسلیک کولو پرمهال چی د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی او د ترکمنستان هیواد د انرژی وزیر تر منځه لاسلیک شوه،

د مالیی وزارت سرپرست ښاغلی داکتر همایون قیومی، د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوی لوی رییس انجنیر امان الله غالب او ورسره د مل پلاوی غړو حضور درلود.

دواړو خواوو د افغانستان د برښنا د ښه والی په باره کی خبری وکړی د لا زیاتو همکاریو په پراختیا باندی یی ټینګار وکړ.

ویل کیږی چی د 110 کیلوواټ لین غځونه به د ترکمنستان هیواد له مرز څخه تر قرقین او خم آب پوری چی 36 کیلو متره اوږدوالی لری

او همدارنګه د 20/110 کیلوواټو دوه سب ستیشنونو جوړول چی یو به یی د قرقین په ولسوالی کی او دوهم به یی د خم آب په ولسوالی کی جوړ شی.

ویل کیږی ددغی پروژی د کار په پای کی به له لسوزرو 10000 څخه زیاتی کورنی د جوزجان په ولایت کی د برښنا له رڼا څخه برخمنی شی.