د اوبو او انرژی وزارت ټینګ عزم لری تر څو په دی وزارت کی میرمنو ته د استخدام زمینه برابره کړی

 

د اوبو او انرژی وزارت ټینګ عزم لری تر څو په دی وزارت کی میرمنو ته د استخدام زمینه برابره کړی

د اوبو او انرژی وزارت د مالی او اداری چارو مرستیال ښاغلی الماس باور زاخیلوال کومه غونډه چی د میرمنو او ماشومانو د آزار او ځورونی

د محنیوی په منظور په دی وزارت کی جوړه شوی وه د میرمنو او ماشومانو د آزار او ځورونی قانون یی د غونډی ګډونوالو ته تشریح کړ، وویل تر اوس

مهاله پوری ددی وزارت 7 سلنه تشکیل میرمنی جوړوی چی دغه امار او شمیری به په راتلونکو کلونو کی به ډیری شی.

د اوبو او انرژی وزارت د مالی او اداری چارو مرستیال په عین حال کی د میرمنو او ماشومانو د آزار او ځورونی قانون کی مندرجو موادوته په اشاری سره وویل

د یاد قانون په پلی کولو او د خوندی کاری چاپیریال رامنځ ته کول په دولتی ادارو کی د میرمنو د جذبولو لپاره مهمه لاره وبلله.

ښاغلی زاخیلوال تینګار وکړ چی یاد قانون مندرج مواد باید د هری اداری د کارمندانو لخوا رعایت شی.

په عین حال کی د اوبو او انرژی وزارت د بشری منابعو رییس سید داوود افضلی ددغی غونډی له جوړیدو څخه هر کلی وکړ هیله مندی یی وښودله تر څو د غونډی ګډونوال د بحث له مواردو څخه لازمه ګټه پورته کړی.

د غونډی په اوږدوکی د اوبواو انرژی وزارت د جندر آمری عاقلی هاشمی د میرمنو او ماشومانو د آزار او ځورونی د مخنیوی کمیټی د موخو په باره کی چی په دی وزارت کی جوړه شوی

خبری وکړی ډاډیی ورکړ چی دغه کمیټه به د قانون سره سم هر هغه چاته چی څوک آزار او اذیت کړی قانونی برخورد به ورسره وکړو.

همدارنګه د ښځو د چارو وزارت کارشناس ښاغلی تمیم هم د میرمنو د آزار او ځورونی د مخنیوی قانون په باره کی خبری وکړی، د میرمنو او ماشومانو د آزار

او ځورونی مخنیوی قانون چی د افغانستان اساسی قانون په 24 مه او 54 ماده کی ذکر شوی رڼا واچوله د آزار او ځورونی د مخنیوی، له متضررینو څخه ملاتړ،

د مناسب او خوندی کاری چاپیریال رامنځته کول، د عامه پوهاوی د سطحی لوړوالی د رسنیو له لاری د میرمنو او ماشومانو د آزار و او ځورونی په خاطر وضع شوی دی خبری وکړی.