د اوبو او نرژي وزارت لنډ تاریخ

د بریښنا د تولید لومړنۍ دستګاه د امیر حبیب الله خان په زمانه کې په جبل سراج کې و رغول شوه، د دې دستګاه د جوړیدو موخه کابل ته د بریښنا لیږد وو چې په لومړي سرکې ارګ ماڼۍ او د یوشمیر لوړ پوړو چارواکو کورونه او ماڼۍ ته نږدې کورونه د بریښنا له رڼا څخه برخمن شول.

له هماغه پیل څخه د علیحضرت ظاهر شاه تر پادشاهي پورې، د بریښنا موضوع د بریښنا شرکت له لوري چې په هغه وختکې رامنځته شوی وو پرمخ وړل کیده.

د ماهيپر، نغلو او د وردګو د چک بریښنا د بندونو په جوړیدو سره په هیواد کې د بریښنا د تولید کچه زیاته شوه، پدې وختکې له یادو شبکو څخه د بریښنا د لیږد کار چټک شو او په کابل ښار کې د بریښنا د ویش لړۍ پراخه شوه.

خو په هیواد کې د اوبو مسئله؛ د اوبو مسئله په هغه وختکې د کرهڼې او اوبو لګونې وزارت له لوري مدیریت کیدله. چې زیاته برخه پکې د کرهڼې مسایل په پام کې وو.

نو لدې امله ترهغه وخته پورې د هیواد د اوبو څخه د کرهڼې او صنعت په برخه د ګټې اخیستنې او تنظیم په موخه هیڅ څیړنه نه وه شوې.

تر دې پورې چې په څلویښتمه لسیزه کې د هلمند او ارغنداب له سیند څخه د استفادې او پراختیا په موخه له امریکا هیواد سره تړون لاسلیک شو.

لدې وروسته په عملي توګه آمریکایی کارپوهانو د هلمند د کجکي او ارغنداب د ډهلې د بندونو د رغونې په عملي کار پیل وکړ او تر ګټې اخیستنې پورې یې پدې برخه کې ونډه لرله.

لدې وروسته د اوبو د ارزونې هغه هایدرولوژیکي استیشنونه چې په یادو سیندونو لګول شوي وو په رسمي ډول د افغانستان دولت د (کرهڼې وزارت) ته تسلیم کړل.

پدې وختکې انجینر میرمحمداکبر (رضا) دکرهڼې وزارت معین چې د هایدرولوژیکې سټیشنونو په ارزښت پوهیده او په هیوادکې یې د روانو اوبو په هکله پوره معلومات لرل، د کرهڼې وزارت په چوکاټ کې یې د کندهار د هایدرولوژي تر نامه لاندې نوی مدیریت رامنځته کړ. د هغو کسانو  له تجربو څخه چې د هایدرولوژیکي  پروژو په جوړیدو کې یې له امریکایي کارپوهانو سره اوږه په اوږه کار کړی او پدي برخه کې یې خورا تجربه ترلاسه کړې وه په دندو وګمارل شول.

چې پدې ګام سره په لومړي ځل د هیواد په تاریخ کې د هایدرو لوژی په ډګر کې په عملي ډول بنسټ کیښودل شو. او دا برخه په لومړي ځل د افغانی انجنیرانو له لوري پرمخ وړل کیده.

د هایدرولوژیکي مدیریت په رامنځته کیدو سره لومړی په کندهار ولایت او له هغه وروسته د ډیرو پراختیایی پړاوونو په تیرولو سره پدې وتوانیده چې په مرکز او یو شمیر ولایتونوکې یې خپل فعالیت د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اوبو او بریښنا وزارت ترنامه لاندې اداری تشکلیل رامنځته کړي او خپلو کارونو ته لا پراختیا ورکړي.

همدارنګه د هیواد د جنوب لویدیځو ولایتونو سیندونو ته د هایدرولوژي د مدیریت پراختیا سره د دې ادارې د کړنو لمن نورو ولایتونو ته هم وغځول شوه، چې همدې کړنې د هیواد د کرهڼې د هغه وخت وزارت دیته آړ کړ ترڅو پخپل تشکیل کې د اوبو او خاورې د سروې ریاست رامنځته کړي.

د یاد ریاست دفتر هم د کابل په دهمزنګ سیمه کې د کار کوونکو د اتحادیې په اړونده ودانۍ کې پرانیستل شو، هغه مهال د دې ادارې مشري ښاغلي انجینر جمعه محمد محمدي کوله چې بیا وروسته د اوبو او بریښنا د وزارت  د لومړني وزیر ویاړ هم د ده په برخه شو.

د اوبو او خاورې د سروې ریاست په لږ وختکې وکولای شول د هایدرولوژیکي سروې ترڅنګ د ټول هیواد په سیندونو او نورو مهمو څانګو کې لکه خاوره پیژندنه، توپوګرافي د ځمکې لاندې اوبو د زیرمو ډیزاین او چمتوکول، دا کار دهغو کارپوه انجنیرانو په واسطه چې په هیواد اوله هیواد څخه بهر یې لوړې مسلکي زده کړې کړې وې ترسره شو او په همدې موخه په یاد ریاست کې په دنده وګمارل شول، له هماغه وخته د هیواد د اوبو په برخه کې ډیر مهم او د ستاینې وړ کارونه تر سره شول، لدې وروسته د اوبو او خاورې د سروې ریاست له دهمزنګ څخه د کرهڼې او اوبو لګولو وزارت اوسني ځای ته چې د کابل ښار په جمال مېنه کې موقعیت لري ځای پرځای شو.

پدې موده کې د انجنیرانو او داخلي کارکوونکو له لوري او د دوی په پوره ملاتړ د اوبو په برخه کې د مهمو لاسته راوړنو ترڅنګ د ټولګټو پروژو د تړونونو زمینه برابره شوه لکه: د غزني د سردې بند، د ننګرهار د اوبو لګولو کانال، د پروان پروژه، د کندز د خان آباد پروژه او د ګورګان چار درې کارونه په عملي ډول ترسره او بشپړ شول.

همدا راز د لسګونو هایدرولوتخنیکي پروژو د سروې کارونه لکه: د خوش پروژه، د سلما بند، د کوګان سیند، د کابل میدان تنګي، د کامې پروژه، د ګمبیري دښته، د ارغنداب په سیند د دوم بند او په لسګونو نورې پروژې ترکار لاندې ونیول شوې.

د پنځوسمې لسیزې په پیل کې د ظرفیتونو لوړولو سره د اوبو او خاورې د سروې په ریاست کې د اوبو لګونې او د اوبو د سرچینو عمومي ریاست رامنځته شو او د یاد ریاست دفتر لومړنیو مکروریانو ته ولیږدول شو.

له هغه وروسته چې په هیواد کې جمهوري نظام رامنځته شو، د بریښنا عمومي ریاست بیا د اوبو لګولو او د اوبو د سرچینو اداره د بریښنا وزارت ترنامه لاندې د خدای بخښلي محمد داود خان په حکومت کې په کار پیل وکړ او د ۱۳۵۷ لمریز کال د غویي د اوومې تر کودتا پورې یې دوام وکړ.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د غویي د اوومې کودتا لکه څنګه چې د هیواد نورې ټولې برخې ګډې وډې کړې د اوبو او بریښنا وزارت هم په امان کې پاتې نشو.

د خلق ګوند انقلابی شورا منصور «هاشمي» د اوبو او بریښنا د وزیر په توګه په دنده وګماره او د هغه ګمارنه په هیواد کې د اوبو او بریښنا د برخې د کارونو د دریدلو پیل وو، ان تر دې چې د دې وزارت زیاتره علمي او مسلکي کادرونه آړ شول ترڅو خپله دنده پریږدي.

له څه مودې وروسته په ګوند کې د داخلي تغیراتو له امله منصور هاشمي له وزارت څخه ګوښه او پرځای یې رازمحمدپکتین وګمارل شو چې دې تن هم ونشو کولای کار وکړي لږ وروسته احمدشاه سرخابی چې وړاندې یې په همدې وزارت کې د تخنیک دمدیر دنده پرغاړه لرله د وزیر په توګه معرفی شو. دا هغه وخت وو چې د اوبو او بریښنا وزارت دفتر د حبیبیې عالي لیسې شاته د (ICA) ودانۍ ته لیږدول شوی وو.

له احمدشاه سرخابي وروسته انجینر غفور رحیم د اوبو او بریښنا وزارت مسئولیت پرغاړه لاره.

د اسلامي انقلاب تر بریالي کیدو وروسته د ۱۳۷۱ لمریز کال د غویې په میاشت کې کله چې سیاسي واک مجاهدینو ته ګوتو ته ورغی مولوي شاهرخ «ګران» د اوبو او بریښنا وزارت د وزیر په توګه معرفی شو، پدې وختکې په کابل کې خپل منځي جګړې زور واخیست او د اوبو او بریښنا وزارت مقام د لږ وخت لپاره د مخابراتو وزارت اوسنۍ ودانۍ ته ولیږدول شو چې بدبختانه له همدې امله د دې وزارت یو زیات شمیر مهم اسناد او  ارزښتمند آثار چې د اوبو او بریښنا وزارت جنسی هستي وه او په ذخیرې پورې آړوند وو له منځه لاړل او ورک شول.

تر دې وروسته انجینر محمد آیوب د اوبو او بریښنا وزارت وزیر ونومول شو، ورسره د وزارت مقام هم د دې وزارت آړوند ودانۍ ته چې په بادام باغ کې موقعیت لري یوړل شو.

د طالبانو د واکمنۍ په رامنځته کیدو سره د اوبو او بریښنا وزارت مولوي محمدجان ته وسپارل شو او یاد وزارت د نورو وزارتونو په څیر له پوره ناکامۍ سره مخ شو.

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته د موقتې ادارې په رامنځته کیدو سره د اوبو او بریښنا وزارت چارې منګل حسین ته ورپه غاړه شوې، تر هغه وروسته د دې وزارت مسئولیت شاکرکارګر ته وسپارل شو، وزارت له بادام باغ څخه اوسني ځایته چې د دارالامان پر سړک موقعیت لري ولیږدول شو.

د موقتې او انتقالي دورې په پای ته رسیدو سره او د حامدکرزي د انتخابی حکومت په جوړیدو سره ښاغلی امیرمحمد اسماعیل خان وروسته له هغه چې د ملي شورا رایه یې ترلاسه کړه د اوبو او بریښنا وزارت د وزیر په توګه معرفي شو او تر ۱۳۹۲ کال پورې یې دوه دورې د هیواد د اوبو او بریښنا وزارت وزیر پاتې شو.

له امیر محمداسماعیل خان وروسته ښاغلي محمدعارف نورزي د اوبو او بریښنا وزارت د وزیر په توګه دنده ترسره کړه.

د ملي وحدت د حکومت په رامنځته کیدو سره ښاغلی انجنیر علی احمد عثمانی وروسته له هغه چې د ملي شورا رایه یې تر لاسه کړه د اوبو او انرژي د وزیر په توګه وګمارل شو، چې نوموړي د خپل کار له پيل څخه پدې وزارت کې سترکارونه ترسره کړل لکه: د بندونو او د اوبو او انرژی لپاره د ساتلو ځایونه، د اوبو د زیربناو د جوړولو په موخه له موسسو او نړیوالو تمویل کوونکو هیوادونو سره ستر تړونونه لاسلیک شول.