ننګرهار ولايت حصارک ولسوالي کې دکار په مقابل کى دغنمو ورکړې پروګرام به په نږدي راتلونکي کې پیل شى
نن د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالي کې دولسونو اومشرانو سره د همغږي ناسته ترسره شوه. ياده ناسته دحصارک ولسوال مفتى حارث ترمشرى لاندى د سينديزى حوزې نماینده انجنير شريف الله شیرزاد دعشر او زکات نماينده دزراعت استازو په ګډون ترسره شوه .
دحصارک ولسوال په موضوع هراړخيزه رڼا واچوله همدارنګه د سينديزې حوزې نماینده اړونده پروژې چې مخکي ټاکل شوي وي ولسونو ته تشريح کړه.
د یادولو وړ ده، چې راتلونکو نږدى ورځو کى به دکار مقابل کى دغنمو توزیع پروګرام شروع شي.