د ننګرهار په 7 ولسوالیو کې د غنمو مقابل کې د کار د پروژو کارونه جريان لري

دننګرهار ولايت په اوه ولسواليو (نازيان، اچين، بټي کوټ، بهسود، لعلپوره، حصارک او شيرزادو) کې دکار مقابل کې د غنمو د وېش پروګرام په نورمال ډول جريان لري.
يادو ولسواليو کې بیلابیلې پروژې لکه کانالونه، زابرونه او سړکونه تر کار لاندې دي.
همدارنګه دبټي کوټ، حصارک او شيرزادو ولسواليو کې کارونه به په نږدي راتلونکي کې بشپړ شي.
ديادولو وړ ده، چې په یادو پروژو کې په زرګونو ولسي خلکو ته دکار زمينه برابره شوې ده.
.