د دعوت و ارشاد روزه نیزه او اصلاحي پروګرام د ذالحجې د ورځې ("ایام قادمه عشرة ذی‌الحجة" ) د فضیلیت په هکله ترسره شو

mew-admin
Thu, Jun 23 2022 1:53 PM
1

د تېرو درسونو او روزه نیزو پروګرامونو په دوام کې نن پنجشنبه د ۲۴/۱۱/۱۴۴۳ د اوبو او انرژي وزارت د دعوت و ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل الرحمن عارف په شتون کې روزه نیزه او اصلاحي ناسته ترسره شو .

په یاده ناسته کې، چې د اوبو او انرژي وزارت ګڼ شمېر رئیسانو او کارمندانو ګډون کړی و، ښاغلي مولوي عارف د اسلام دین یو جامع دین وباله چې د بشر د دنیا او آخرت په ټولو برخو کې لازمې لارښوونې لري.

ښاغلي مولوي عارف په خپلو خبرو کې، د قرآن کریم او نبوي احادیثو په استناد وویل: په اسلام کې درې فیضلته ذکر شوي دي چې " امکنه، ازمنه او ایام" پکې شاملې دي. هغه په خپلو خبرو کې هغه وختونو ته چې د ډېر فضیلت لرونکي دي اشاره وکړه او زیاته یې کړه: " چې د جمعې، د قدر شپه، د عرفې او د لوی اختر ورځې له هغو ورځو څخه دي چې بي شمېره فضلیتونه لري. "

د دعوت او ارشاد رئيس له ټولو کارمندانو څخه و غوښتل، چې د دې با فضیلتو ورځو څخه سمه ګټه پورته کړې او له هغوی څخه یې و غوښتنه وکړه، چې د الله تعالی په رښتیني طاعت او عبادت سره د دې مبارکو ورځو له فضایلو څخه ګته پورته کړي.

د یادولو وړ ده، چې د دعوت او ارشاد اصلاحي ا و روزه نیزې ناستې په اونۍ کې یو ځل د اوبو او انرژي وزارت د کارمنداونو لپاره د دې وزارت د دعوت و ارشاد ریاست له خوا ترسره کېږي چې په یادو ناستو کې د اسلام د سپیڅلي دین د ارزښتنمندو  ښوونو په هکله رئيسانو او کارمندانو ته موعظې وړاندې کېږي.

User account menu