د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د (FAO) سازمان له عمومي مشر سره وکتل

د لغمان سیندزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي شیرجان راشدي د (FAO) سازمان له عمومي مشر ښاغلي ریچارد ټرینچر سره لیدنه ترسره کړه.
په یاده لیدنه کې، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یاد سازمان عمومي مشر ته د اوبو مدیریت په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او له هغه څخه یې په یاده حوزه کې د لا زیاتو پروژو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د (FAO) سازمان عمومي مشر د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته د اوبو په سکتور کې د لا زیاتو پروژو د پلي کیدو ژمنه وکړه.