په ارزګان ولایت کې د ۱۵ چکډمونو او ۵ سربندونو سروي ترسره شوه
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د ۱۵ چکډمونو او ۵ سربندونو سروي د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې انجنیري ټیم له لوري ترسره شوه.
همدارنګه، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د دهراود ولسوالي په لبلان، د چوري ولسوالي په کنات او سراب کلیو کې د ګبیوني دیوالونو پروژو څخه څارنه وکړه. یادي پروژې د ADA موسسي له لوري ترسره کېږي. همدارنګه، د یادي موسسي له لوري د دهراود ولسوالي په لبلان کلي کې ۹۰۰ تنه نارینه او ۱۰۰ تنه ښځینه وو ته د کار په مقابل کې د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوه.
د یادولو وړ ده چې د ترینکوټ فرعي سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم له لوري د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالي اړوند د هلمند سیند اوبو اندازه ګیري او د هایدرو میتیورولوژي استیشنونو دیټا واخیستل شوه.