د لوګر ولایت د سرخاب ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو د چټکتیا په هکله اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وشوې

mew-admin
Sun, Jul 28 2024 9:54 AM
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د لوګر ولایت د زرغون ښار سیمې له یو شمېر قومي مشرانو او د سرخ آب ذخیروي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د قراردادي شرکت له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې سیمې قومي مشرانو د نوموړي بند د حفظ او مراقبتي پروژې د چارو د چټکتیا غوښتنه وکړه او د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نوموړې پروژې د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د دغې پروژې د چارو د چټکتیا په هکله اړینې لارښوونې وکړې.

User account menu