خوست اوبو او انرژي ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه

MEW-Media
Sat, Nov 01 2025 3:09 PM
۱

د برېښنا انرژي سکتور د پایدارې پراختیا، د انرژي ساتنې او اغېزمنتیا د ترویج او ښه والي په موخه، د پایدارې انرژي عمومي ریاست - د انرژي ساتنې او اغېزمنتیا ریاست تخنیکي ټیم د خوست اوبو او انرژي ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره کړه.

نوموړې سروې او ارزونه د نوموړي ریاست پر بام باندې د سولر سیسټم د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه.

د دغو مطالعاتو پایلې به د برېښنا لګښت د کمولو، د انرژي د اغېزمنې استفادې د لوړولو او په امارتي ادارو کې د نوي کېدو وړ سرچینو د پراختیا په موخه وکارول شي.

 

User account menu