غور ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د غور ولایت د تیورې ولسوالي په آنه کلي کې د آنه چکډم پروژه د ۲ میلیونه، ۴۳۵ زره او ۷۵۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د ولایت مقام د استازي، د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ګډونوالو د دغې پروژې ګټې ته د سپارلو په مراسمو کې په اوسني وخت کې د اوبو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د دغه ډول پروژو پلي کول یې د ځمکې لاندې او سطحي اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې یو ارزښتناک ګام وباله او له ګټو اخیستونکو څخه یې وغوښتل چې له دغې پروژې څخه په سمه توګه ګټه پورته او په سمه توګه دې ساتنه او مراقبت ور وکړي.
نوموړی چکډم د ۲۲۵۱ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو په وړتیا جوړ شوی چې ۴۵۰ کورنۍ ورڅخه په مستقیم ډول ګټه پورته کوي.
