د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر په سرپل ولایت کې د نفت او ګاز د استخراج د فابریکې څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف “منصور” په داسې حال کې چې د سرپل ولایت والي محترم عبدالرحمن اکا، د شمال عمومي سندیزې حوزې رئیس انجنیر رفیع الله مجتبی، د جوزجان فرعي سندیزې حوزې رئیس ملا سعدالدین سلیم او د سرپل فرعي سندیزې حوزې رئیس قاري روح الله نظامي یې ملتیا کوله، د نفت او ګازو د استخراج فابریکه چې چارې یې د AfghanChin افغان چین شرکت له خوا پر مخ وړل کیږي، لیدنه وکړه.
همدارنګه د یادې فابریکې مسؤولینو د وزیر صاحب له راتګ څخه مننه وکړه، او ښه راغلاست یې ورته وویل.