د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو ته د دوی د ستونزو د هوارولو په موخه ډاډ ورکړ شو

mew-admin
Sat, May 18 2024 2:56 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم د ننګرهار د سیندیزې حوزې له رئيس محترم سید فضل احد پاچا او کارمندانو سره په نوموړې حوزه کې وکتل او د دوی د ستونزو د هوارولو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې حوزې سلاکار د دغه ریاست اړوند ستونزې د وزارت له سلاکار سره شریکې کړې او د هوارولو غوښتنه یې وکړه.

په ورته مهال، د وزارت سلاکار په دغه لیدنه کې د نوموړې حوزې مسؤلینو ته د دوی د ستونزو د هوارولو په موخه ډاډ ورکړ او د ننګرهار ولایت دهسکې مېنې ولسوالي اړوند د شابۍ بند له سیمې څخه یې هم لېدنه وکړه.

User account menu