غور ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غور ولایت چارسدې ولسوالي کې د اوبو رسولو یوه شبکه د اوبو او انرژي وزارت له بودیجې څه د۸۷۳۲۴۳ ۱۳ میلیونه اته لکه درې اویا زره دوسوه او درې څلویښت افغانیو په ټولیز لګښت بشپړه او د ولایت مقام ،د اوبو او انرژي وزارت د استازو، د غور ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو او سیمې د ګڼ شمېر اوسیدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
