د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کاپیسا ولایت له سپین ږېرو او مشرانو سره وکتل
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د کاپيسا ولایت له مشرانو او سپین ږېرو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د کاپيسا ولایت مشرانو د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د کړنو ستاینه وکړه او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر حضور ته وړاندې کړل.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کاپيسا ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د باغ درې بند د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او اوسمهال یې مطالعات او لومړنۍ چارې جریان لري.
ښاغلي منصور همدارنګه ټینګار وکړ، چې د کاپيسا د خلکو نورو ستونزو ته به هم د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسیدګي وشي.
د یادونې وړ ده، چې د کاپيسا ولایت مشرانو د اوبو او انرژي سرپرست وزیر سره تر لېدنې وروسته د دغه وزارت د مقام له سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم سره هم وکتل، چې د دغه وزارت د مقام د سلاکار له لوري هم هغوی ته ډاډ ورکړل شو چې د اوبو او انرژي وزارت د خلکو ستونزو ته متوجه دی او د هغوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې به د پام وړ اقدامات ترسره کړي.