د پروان ولایت د واټر پمپ کانال د اوبو له ګټې اخیستونکو سره ناسته ترسره شوه
د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس د پروان ولایت د واټر پمپ کانال د اوبو له ګټې اخیستونکو سره د نوموړي کانال د دستګاوو د ماشینونو د چالاني په هکله ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې، د نوموړي کانال د اوبو د ګټې اخیستونکو ستونزې، غوښتنې او اندونه واورېدل شول او هغوی ته د نوموړي کانال په هکله اړین معلومات وړاندې شول.
د یادونې وړ ده،چې د پروان ولایت د واټر پمپ کانال د پروان ولایت د مرکزي ولسوالیو او بګرام او د کابل ولایت د قره باغ او کلکان ولسوالیو کې د ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
