د کونړ ولایت نورګل ولسوالي اړوند د صافو شولط چکډم پروژه د څه د پاسه ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کونړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم، د نورګل ولسوالي استازی او د صافو شولط کلي قومي مشرانو په شتون کې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالي د صافو شولط چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړي چکډم چارې د کونړ سینیدیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د ۵ میلیونه ۳۵۰ زره ۵۵۲ افغانیو په لګښت د یوه کورني ودانیز شرکت له لورې بشپړې شوې.