مولوي نورالله حکمت د اوبو او انرژي وزارت د تدارکاتو د رئیس په توګه معرفي شو

مولوي نورالله حکمت چې له دې وړاندې یې د برېښنا مارکیټ د حقوقي رئیس په توګه دنده ترسره کوله، د وزارت د رهبري د لزوم دید پر بنسټ د تدارکاتو د رئیس په توګه وټاکل شو او همکارانو ته وروپېژندل شو.
د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس، محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د تدارکاتو د نوي رئيس د معرفي پرمهال، په دولتي ادارو کې د ادلون او بدلون اصل ته په اشارې سره، د آمر څخه د اطاعت د ارزښت او د مسلمانانو په بریالیتوب کې د دعا د رول په هکله وینا وکړه.
همدارنګه، ښاغلي عزیز په مخکنۍ دنده کې د مولوي صاحب حکمت د کړنو ستاینه وکړه.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي رئيس محترم الحاج محمدالدین نیازي، د ادلون او بدلون پر اصل باندې ټینګار وکړ او د یادو بدلونونو موخه یې د اجراآتو ښه والی وبالهٔ.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلی مولوي حکمت له دیني علومو څخه فارغ التحصیل شوی دی او له څه باندې ۱۵ کلونو راهیسې یې په ملکي او نظامي برخو کې د یوه فعال مجاهد په توګه اسلامي امارت او د افغانستان خلکو ته خدمت کړی دی.