ننګرهار ولایت حصارک ولسوالي کې د کار په مقابل کې د غنمو د توزیع پروګرام پيل شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۸:۵۴
۱

ننګرهار ولایت حصارک ولسوالي کې د کار په مقابل کې د غنمو د توزیع پروګرام د ننګرهار سیندیزې حوزې رئیس او د یادې ولسوالي د ولسوال په شتون کې پیل شو.

د ننګرهار ولایت د سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي  سید فضل احمد هاشمي په دې پروګرام کې د پروژو دښه پلي کیدو او په شفاف ډول د غنمو د توزیع په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې.

په ورته وخت کې، د حصارک ولسوال ښاغلي مفتي حارث د پروژ د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ او د پروژو پر شفافیت باندې ټینګار وکړ.

User account menu