د مالی او اداری معینیت

د اوبو او انرژۍ وزارت د مالی او اداری معینیت د دې وزارت د مالی او اداری چارو د طرح او کنټرول کولو لپاره جوړ شوی او دا اداره پراختیا او عادي بودیجې او د اوبو او انرژۍ وزارت د اداري جوړښت تنظیم کولو په برخو کې د مشرتابه او د تشکیلاتی مدیریت رول لوبوي. دا معینیت په خپل تشکیل کې څلور ریاستونه او یو خپلواکه آمریت لري. هره ریاست جلا اهداف او مسؤلیتونه لري چی په لاندې ډول توضیح شوي ده.

د بشری سرچینو ریاست: د اوبو او انرژۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست لاندې کلیدي اهداف او مسؤلیتونه د تطبیق کولو لپاره رامنځته شوي:

  • د بشري سرچینو د پالیسیو وده  په اړه پریکړه نیول او د وزارت مشرتابه لپاره مشوره ورکول ترڅو ډاډ ترلاسه شي په اداراتو کې د وړتیا اصول پر اساس د ملکي خدماتو د پلان شوي ملکي خدمت تګلارې سره موافقت تضمین کول.
  • د بشري سرچینو پالیسیو او لارښونو د ترلاسه کولو په برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون او نورو اداراتو سره د کاري اړیکو تضمین او پیاوړتیا .
  • د وزارت د اهدافو او فعالیتونو سره سم د نورو څانګو په همکاري  د دندو لایحه تشکیلاتی جوړښت تنظیم او تحلیل کول.
  • د ښه تطبیق کولو څخه څارنه او په وخت ګمارنې د وړتیا اصول پر اساس.
  • د کارمندانو د کلنۍ اجراآت څخه ارزونې پروسې په لاره اچول او همدارنګه د تشکیل داخلي کارمندانو اړتیاوو ارزونې پروسې څخه څارنه.
  • د وزارت د کارمندانو سوانح ډیټابیس سیسټم څخه څارنه او د ارقامو د ثبت کولو څخه ډاډ ترلاسه کول

 د مالی او حسابی ریاست: د مالی او حسابی ریاست د عوایدو، لګښتونو او مالي او حسابی د کنټرول لپاره جوړه شوې او د دې ادارې ترټولو اساسی وظایف په لاندې ډول دي:

  • د وزارت بودجه تنظیم  کول او د اړونده څانګو سره په ملګرتیا کې د دې بودجه د پلي کولو څخه څارنه ترڅو د پروژو عادی او پراختیایی لګښتونو تمویل کول.
  • په مالیی وزارت کې د پراختیایی او عادي لګښتونو د پروژو د طرح سره سم د بودجه دفاع کول.
  • د مالی کال په لومړۍ نیمایي کې د عادي او پراختیایی بودجې برخو کې ستونزو ته رسیدګی لپاره اقدامات غوره کول.
  • د حساب ورکونې او وړتیا لپاره د قانون او مقرراتو احکامو سره سم د وزارت د بودجه لګښتونو تحقق څخه څارنه کول.
  • د مالی او اداری برنامو په  چارو کی، د عادی او پراختیایی بودجه په مرکز او ولایتونو ګې د اجراآتو په اړه د وزارت مشرتابه ته راپور ورکول.

د تدارکاتو ریاست: د اوبو او انرژۍ وزارت د تدارکاتو ریاست د وزارت د تدارکاتي فعالیتونو همغږي کولو لپاره رامنځته شوی او د دې ادارې ترټولو اساسی وظایف په لاندې ډول دي:

  • د وړاندیز شوې داوطلبیو څخه څارنه کول.
  • د شرکتونو او قراردادې شرکتونو د وړاندیز شوې داوطلبیو څخه څارنه کول ترسو د دوی صحت لپاره.
  • د اعلانونه تنظیم، شرطنامو، ارزونې او تخنیکي راپورونو، قراردادونو، د ګټونکو لیکونه او نور د تدارکاتو سندونه د ترتیب او اجرا کولو څخه کنترول او څارنه.
  •  د اړوند قراردادونو تصدیق، ملاحظه، او بیاکتنې کول.
  • د ټاکل شوي معیارونو سره سم د کاري پرمختګ پراساس د اړوندو پروژو قسطونه اجرا او بیاکتنې کول.

د ادارې او خدماتو ریاست: د اوبو او انرژۍ وزارت د اداری او  خدماتو ریاست د ټرانسپورټ، معلوماتي ټکنالوژۍ، محافظت او اړونده منقولو او غیر منقول ملکیت چمتو کولو لپاره رامنځته شوی چې لاندې اساسی وظایف ترسره کوي:

  • د وزارت د صحن او د شعباتو پاکولی او د شنوساحو څخه پاملرنه کول
  • د وزارت د ټرانسپورټ او د موټرو تنظیم کولو چارو څخه پاملرنه کول
  • دندې اجرا کول او په اداری برخه کې اسانتیاوې چمتو کول.
  • د وزارت کارمندانو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ او اداري خدماتو وړاندې کول.

د جندر آمریت: د جندر آمریت د پالیسیو، مقرراتو، برنامو او اداري پروژو په برخو کې د جنسیت د پلان کولو او عامه کولو لپاره رامنځته شوې. دا آمریت مسوولیت لری چی د حکومت د ستراتیژی او د جندر په برخه کې د نافذه شوی قوانینو سره سم د اوبو او انرژۍ وزارت  د جندر اړوند ټولې مسلې تنظیم کړی او په وزارت کې د دولت لخوا د طرح شوی پلان څخه نظارت وکړی.

User account menu