خوست اوبو او انرژي ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۹
۱

د برېښنا انرژي سکتور د پایدارې پراختیا، د انرژي ساتنې او اغېزمنتیا د ترویج او ښه والي په موخه، د پایدارې انرژي عمومي ریاست - د انرژي ساتنې او اغېزمنتیا ریاست تخنیکي ټیم د خوست اوبو او انرژي ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره کړه.

نوموړې سروې او ارزونه د نوموړي ریاست پر بام باندې د سولر سیسټم د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه.

د دغو مطالعاتو پایلې به د برېښنا لګښت د کمولو، د انرژي د اغېزمنې استفادې د لوړولو او په امارتي ادارو کې د نوي کېدو وړ سرچینو د پراختیا په موخه وکارول شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د سلما بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۲۰ ورځو لپاره خوشې شوې

په هغه ناسته کې چې د هرات والي محترم شیخ الحدیث نوراحمد اسلام‌جار تر رهبري لاندې د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا، د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۱۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د اتو کاریزونو د تحکیماتي او پاک‌کاري چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د هغه ولایت په یوسف‌خېلو او خوشامند ولسوالیو کې د اتو کاریزونو د تحکیماتي او پاک‌کاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۱۱
Background image

د هریرود – مرغاب عمومي حوزوي رئيس له بین الوزارتي پلاوي سره د بادغیس ولایت د موري‌چاق کلي د ارضي چارو د څېړلو په موخه وکتل

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي له بین الوزارتي پلاوي سره د بادغیس ولایت د موري چاق کلي د. . .

بیرته تګ

User account menu