د اوبو او انرژي وزارت د رهبري پلاوي یولسمه ناسته  د دې وزارت د ځینو اړینو تخنیکي او اداري موضوعګانو د څېړلو او د ستونزو هوارولو په هکله ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۱۴:۳۶
1

دا ناسته، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوی عارف الله عارف، د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د  رئیسانو او د وزارت د یو شمېر مسؤلیونو په ګډون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي څانګو کې د بیلابیلو اداري او تخنیکي موضوعګانو ، په ولایتونو کې د انرژي زونونو د ستونزو د هوارولو او د دې وزارت پوري اړوند یو شمېر اداري او تخنیکي موضوعګانو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه او لازم تصمیمونه ونیول شوو.

د اوبو او انرژي وزارت معینانو په ناسته کې د مطرح شویو موضوعګانو د راپور تر څېړلو وروسته د هغوی د وضعیت په اړه  د اړوندو مسؤلینو څخه معلومات واخیستل او یوه ګډه کمیټه یې د اړوندو موضوعګانو د څېړلو په موخه وټاکل .

همدارنګه په ولایتونو کې د انرژي زونونو د آمریتونو د ستونزو د هوارولو په برخه کې پریکړه وشوه، چې نوموړي آمریتونه د سیندیزو حوزه پوري اړوند دي او د هغوی د مالي او اداري ستونزو د هوارولو لپاره باید د سیندیزو حوزو له لاري رسیدګي و شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۵:۴۷
Background image

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لغمان له والي سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا...

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۴:۴۱
Background image

په تخار ولایت کې د نفس بیک کانال د بازو د تحکیماتو پروژه پیل شوه

د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالي کې د نفس بیک...

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۰:۳
Background image

بیرته تګ

User account menu