د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د کابل ولایت د پغمان ولسوالي له مشرانو سره وکتل
په یاده لیدنه کې د پغمان ولسوالي مشرانو د دې ولسوالي د خلکو ستونزي د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور سره شریکې کړې او د اوبو د مدیریت د پراختیایي پروژو د پلې کېدو غوښتنه یې وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پغمان ولسوالي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د یادې ولسوالي د خلکو ستونزو ته به رسیدګي وشي. ښاغلي منصور زیاته کړه، چې په پغمان ولسوالي کې د اړتیا وړ پروژو د څېړلو لپاره به یو تخنیکي پلاوی وټاکي ترڅو په یاده ولسوالي کې د اوبو د مدیریت پروژو د سروي لپاره اړین تخنیکي مطالعات پیل کړي.
