د اوبو معینیت

water deputy

د اوبو مرستیال (معین) انجنیر خان محمد "تکل" ژوند لیک:

انجنیر خان محمد "تکل" د يار محمد زوي په 1365 میلادي کال کې د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ په بخته کلي په یوه روشنفکره او علم پروره کورنۍ کې  زېږېدلى دی.

ښاغلی تکل په ۱۳۸۴ هـ ش کال د لښګرګاه د ذکورو له عالي لیسې فارغ التحصیل شوې او بیا وروسته په ۱۳۸۵ هـ ش کال د کندهار پوهنتون د سیول انجنیرۍ په پوهنځي کې شامل او په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې له یاد پوهنتون څخه د لیسانس په کچه فارغ شوې دی.

انجنیر خان محمد تکل په 1391 لمریز کال د هلمند په پوهنتون کی د رسمي استادۍ اخیستلو ویاړ تر لاسه کړ.

ښاغلی تاکیل د ماسټرۍ درجه ترلاسه کولو لپاره په  ۱۳۹۰ هـ ش کال هند ته سفر وکړ او د هندوستان د NIT Bho Pal  پوهنتون څخه د ماسټرۍ درجه ترلاسه کړه.

انجنیر خان محمد تکل په 1396 لمریز کال کې د زیربناو په برخه کې افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د ارشد مشاور په توګه وټاکل شو او د ۱۳۹۷ سرطان د میاشتې څخه تر اوسه د اوبو او انرژۍ  وزارت د مرستیال په توګه دنده اجرا کوي.

د اوبو معینت  دپیل کیدو لنده تاریخچه:

که څه هم په افغانستان کې د اوبو سرچینو او د کرنې، صنعت او د بریښنا د تولید انکشاف او د هغې اغیز اوږد تاریخ لري، مګر د هغې تنظیم شوي فعالیتونه او همغږۍ اداره د 1330 هـ ش کلونو راهیسې پیل شوې، چې زموږ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو ټیټه برخه وه.

د یادولو وړ ده چې، په 1354 کې د اوبو او برښنا سرچینو ښه اداره کولو لپاره، د اوبو او بریښنا وزارت رامینځته شو. نوموړی وزارت په هغه وخت کې په دوو برخو اوبو او انرژۍ معینیتونو کې فعالیت کاوه.

البته، همداوس د اوبو معینت د اوبو او انرژۍ د وزارت په چوکاټ کې شتون لري، چې د دغه برخې مسولیت او مشري انجنیر خان محمد تکل په غاړه لري.

د اوبو او بریشنا وزارت د اوبو معینت استراتیژیک لید:

د اوبو سرچینی په هیواد کی د اوبو د مدیریت هر اړخیزې تګلارې (IWRM)له لارې اداره کیږي ، ترڅو د پایداره اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د خلکو د ژوند د بقا او پایښت په خاطر د فقر کمولو او د راتلونکي نسلونو لپاره د هیواد راتلونکی تضمین کړي.

د اوبو معینت د اوږدې مودې استراتیژیک هدفونه:

د اوبو سرچینو د پراختیا او پایښت مدیریت له لارې د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د معیشت ښه والی د اوبو سرچینیو دپایښت اداره ټولو ښکیلو لوریو سره شریکوي:

• د کرنې سکتور ته د لاسرسې زیاتوالی او د اوبو د خوندیتوب له لارې د کورنیو د خوړو خوندیتوب زیاتوالی.

•د وچکالیو او سیلابونو د ناوړه اغیزې په وړاندې د  خوندیتوب لوړول.

• د اوي بریښنا تولید لپاره د اوبو برابرول او د نویو صنعت سکتور

• د غربت کمولو، د خصوصي سکتور پراختیا او د اوبو سکټور د په برخه کې د بانګونې د جذبولو ملاتړ.

 

د اوبو معنیت ماموریت:

 

  • د هیواد د اوبو سکټور رهبري کول
  • مجموعي تګلاره او د ستراتیژیکو محورونو ټاکنه
  • د اوبو د سرچینو مدیریت په اړه قوانین او مقررات جوړول
  • د اوبو د سرچینو د پراختیا او مدیریت لپاره د ملي پلانونو  او طرحو تطبیقول.

د اوبو معینت ستراتیژیک محورونه:

د اوبو د سکټور  د استراتیژي په بیا کتنه کې، د اوبو او انرژۍ وزارت د نورو برخه والو سره په همکارۍ، د اوبو د سرچینو پراختیا او مدیریت لپاره په درې مهمو ستراتیژیکو برخو تمرکز کوي.

چې په لاندې ډول ورته اشاره کوو:-

لومړی محور: د اوبو جغرافیه (د لاسرسي وړ اوبو شتون)

دوهم محور: د اوبو سرچینو پراختیا

دریم محور: د هایدروپولتیک او سرحدي همکارۍ