د تخار ولایت د ینګي قلعې ولسوالۍ د توغي کلي په سیمه کې د سېلبر د څنډو د تحکیماتو دېوال او د مغلان کانال د سربند ټولنیزه، چاپېریالي او تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۴:۲۹
1

د دشت قلعې پنج پاییني سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د تخار ولایت د ینګي قلعې ولسوالۍ د توغي کلي په سیمه کې د سېلبر د څنډو د تحکیماتو دېوال او د مغلان کانال د سربند د بیارغونې ټولنیزه، چاپېریالي او تخنیکي سروې ترسره کړه.

د دغې پروژې په پلي کولو سره به د بزګرانو د اړتیا وړ اوبه په دوامداره توګه برابرې شي او د ګواښ لاندې کلي او ټول ګټې تاسیسات به د موسمي سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او سلګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

هلمند ولایت کې د اوبو په برخه کې یوه پروژه د څه باندې ۴۰۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

د هلمند ولایت د مرکز، لښکرګاه اړوند د هلمند سیند پر غاړه د بست کلا سیمه کې یوه پروژه د ۴۱۶ زره آمریکایي ډالرو په لګښت چې پکې د خاري او بست کلا اوبو لګولو کانالونو د ټینګښت ۶۷۰ متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۶:۱۵
Background image

د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت الکترونیکي سیسټم پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دغه سیسټم د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست له لوري د اوبو سرچینو د غوره مدیریت، څارنې او د معلوماتو د ډیجیټال سازي په موخه جوړ شوی، چې د یوې ناستې په ترڅ کې د اوبو معین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

غور ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ولایت د تیورې ولسوالي په آنه کلي کې د آنه چکډم پروژه د ۲ میلیونه، ۴۳۵ زره او ۷۵۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د ولایت مقام د استازي، د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم او یو شمېر. . .

بیرته تګ

User account menu