په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
۱

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د پورتني هلمند - دایکندي سیندیزې فرعي حوزې ریاست او یو شمېر نورو  مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

په یاده پروژه کې د ۲۵۰ متره په اوږدوالي سره د استنادي دېوال جوړونه شامله ده، چې پکې یو شمېر کسانو ته  د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

له دغې پروژې څخه په مستقیم ډول ۶۰ کورنۍ ګټه پورته کوي او د چارو په بشپړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د سېلاب له خطر څخه خوندي شي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د مقرب چکډیم پروژې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۲ هـ.ل

د غزني سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو د ګیلان ولسوالي اړوند د مقرب چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د ۷۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

په لغمان ولایت کې د خروټو او فرمانخېلو کلیو د چکډیمونو پروژې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۲ هـ.ل

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروټو او فرمانخېلو کلیو د چکډیمونو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو د کیفیت پر لا ښه‌والي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۱:۱۶
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۲ ویجاړشویو کانالونو د حفظ او مراقبت پروژې چارې د ۱۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۲ هـ.ل

په بدخشان ولایت کې د رباط، کمانګران، دشت فرغامنج، ترنګ، محله، خشدریو، مظفري، دره ناوې، شاخدان، تیکه شاخدان، دشت هود او سیفون راغ کانالونو د حفظ او. . .

بیرته تګ

User account menu