په ننګرهار ولایت کې د یوې ویالې د جوړولو چارې ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۴ هـ ل
د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اچین ولسوالي اړوند د پښې خوړ سیمه کې د کړیاده ویالې د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
یاده ویاله چې ۱۸۰ متره اوږدوالی لري، چارې یې تر اوسه پورې ۱۲ سلنه پرمخ تللې او پاتې چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
