د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د 1402 لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له 3 نېټې څخه تر 4 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ساحو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د اقلیمي بدلون د اغېزو، او د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د ارقامو د مقايسوي تحلیل او تجزیې په اساس، همدارنگه د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او معتبرو بین المللي وړاندوینو ارگانونو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې نسبتاً د تیزو بارانونو او واورې د ورېدلو له امله د (پنج آمو، شمال او کابل) سينديزو حوزو کې د سيلابونو اټکل شوی دی.

په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د واقع کېدو احتمال د واورې د ويلې کېدو او ورښتونو له کبله د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړي توګه د (کوکچه، تالقان، بغلان، سمنگان، پنجشیر، غوربند، کنړ او لغمان) سیندونو پر مسير او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیل رونو کې امکان لري.

👥 په همدې اساس له هغو ټولو هېوادوالو چې په ذکر شوو سیمو کې اوسېږي، هیله کيږي تر څو بشپړه آګاهي ولري، او سیندونو ته له نیږدې کیدلو څخه ډډه وکړي، او همدا رنګه د پورتنیو سیمو د اوسيدونکو څخه غوښتنه کېږي چې د سیل د راوتلو او د اوبو د سطحې د لوړوالي په صورت کې د ښکته سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي؛ تر څو خلک د انساني زیانونو څخه با خبر اوسي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

Latest announcements

Thu, Sep 04 2025 12:21 PM
Background image

Clarification about Electrification of Qush Tepa and Darzaab Districts of Jawzjan Province Project (Design Build).

Project Name: Electrification of Qush Tepa and Darzaab Districts of Jawzjan Province Project (Design Build)

Invitation No: NPD/MoWE/1404/ICB/W-2042                                      . . .

Wed, Aug 23 2023 12:47 PM
Background image

IMPORTANT NOTICE 

To all audiences and mass media!...

Wed, Dec 28 2022 3:22 PM
Background image

Awareness message ⚠🚿💭

Estimates of water level rise...

Back to announcements

User account menu