د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو پنځم ملي کنفرانس لپاره چمتوالی نیولی دی

لومړنۍ غونډه چې د اوبو رسولو د پنځم کنفرانس په موخه نن د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او سلاکارانو په ګډون په اوبو او انرژۍ وزارت کې جوړه شوې وو.
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو په اهمیت ټینګار وکړ اود اوبو پنځم ملي کنفرانس یې مناسب فرصت یاد کړ، او د دغه پروګرام د تنظیمولو لپاره یې درې کاري کمیټې، تخنیکي کمیټه، چمتوالي کمیټه او تقنیني کمیټه جوړه کړه.
په غونډه کې ګډونوالو د اوبو د پنځم کنفرانس د جوړولو په اړه خپل نظرونه شریک کړل،همدارنګه په دې غونډه کې د اوبو رسولو عملیاتي ملي ستراتیژي د انرژۍ او اوبو د وزارت د اوبو د پالیسۍ د تنظیم رییس ښاغلي انجنیر میرویس ميرزاد له خوا ارائه شوه.
دا په داسې حال کی ده چې، دوه کاله وړاندې د اوبو او انرژۍ وزات د اوبو څلورم ملي کنفرانس د(اوبه او تل پاتې پرمختیا) تر عنوان لاندې د درې ورځو لپاره په کابل کې جوړ کړی وو.