یو چینایي او یو داخلي شرکت د انرژي له معین سره په لیدنه کې د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
Mon, May 20 2024 2:56 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد د خپل کار په دفتر کې د چین هېواد د «ګجوبا»   شرکت او د «حاجي ارسلاخان» داخلي شرکت له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.

د انرژي محترم معین په هېواد کې د انرژي د تولید په پروژو کې د هغوی د پانګونې د لېوالتیا څرګندولو هر کلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د دغه معینیت له لوري به د پروژو په هکله اړین معلومات له هغوی سره شریک شي. هغه همدارنګه د پانګونې د چارو د پیل د پروسې پر چټکتیا او د چارو د پرمخ وړلو لپاره پر اړینو همغږیو باندې ټینګار وکړ.

User account menu