د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې مسؤولینو د سجاول پروژې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Wed, Oct 02 2024 10:41 AM
1

نوموړې پروژه د آي، سي، آر، سي مؤسسې په مالي ملاتړ د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي.

د نوموړې پروژې د ویالې د پاکاري چارې ۴۵ سلنه پای ته رسېدلې دي او پاته ۵۵ سلنه چارې به یې په راتلونکي ۱۵ ورځو کې پای ته ورسېږي.

همدرانګه د اکویډکټ (Aqueduct) د ساحې د پاکاري چارې یې هم ۹۰ سلنه پای ته رسېدلې دي او ۱۰ سلنه چارې به یې په راتلونکي دوو ورځو کې پای ته ورسېږي او د کندنکاري چارې به یې پیل شي.

User account menu