د اوبو او انرژي وزارت او د عرفان هلال ودانیز شرکت ترمنځ د کامې د اوبولګولو او برېښنا تولید بند باندې د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
Sat, Dec 14 2024 3:10 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د عرفان هلال ودانیز شرکت له مسؤل سره د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالي کې د اوبولګولو او برېښنا تولید بند باندې د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

له دغه هوکړه لیک سره سم، نوموړی شرکت به په نوموړي بند باندې خپل فعالیتونه د پانګونې په ځانګرې توګه د اوبولګولو سیسټم د عصري سازي او د نوموړي بند د پراختیا په برخو کې پیل کړي.

User account menu