د پکتيا ولایت زرمت ولسوالي په کلالګو کلي کې د اوبو کوچني ذخيروي بند تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
Mon, Dec 23 2024 10:31 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د پکتيا اوبو او انرژي رياست په همغږۍ سره د پکتيا ولایت د زرمت ولسوالي د کلالګو کلي د اوبو کوچني ذخيروي بند تفصيلي او جیو تخنیکي سروې ترسره کړه.

نوموړی بند د 800000 متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو په ظرفیت سره به ګڼ شمېر کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې کړي، د سېلابونو خطرونه به را کم کړي او د ځمکې لاندې اوبو به تغذیه کړي.

د پکتيا اوبو او انرژي رياست رئیس الحاج مولوي محمد کریم فاتح او سلاکار انجنير فضل الرحيم رحيمي د اوبو او انرژي وزارت له تخنیکي ټیم سره د یوې ناستې په ترڅ کې، د نوموړي بند په سروې او جوړولو یې د اندونو تبادله وکړه او همدارنګه ښاغلي فاتح د همکاري او مرستې ډاډ ورکړ.

User account menu