ننګرهار ولایت کې د شبدیاني استنادي دېوال چارې په چټکۍ سره روانې دي
د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالي کې د شبدیاني استنادي دېوال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړي استنادي دېوال چارې چې د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي لګښت د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، په چټکۍ سره روانې دي.
په دغه پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په شپړېدو سره به یې سلګونه جریبه ځمکه او استوګنیز کورونه د سیلاب له خطر څخه وژغورل شي.