د اوبو او انرژي وزارت له لوري د اشرف عبدالاحمد احمدي د برېښنا رسولو خدمتونو شرکت ته د برېښنا  انرژی د تولید او وېش جوازلیک ورکړل شو

mew-admin
Sat, Jan 11 2025 3:41 PM
1

دغه جواز لیک د معیاري کودونو او سټندردونو او منظور شوې تعرفې د پلي کولو په موخه د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا حقوقي مارکیټ رئيس محترم الحاج محمد حارث زرمتي لوري نوموړي شرکت ته وسپارل شو.

د وزارت د برېښنا حقوقي مارکیټ رئيس د دغه جوازلیک د ورکولو پرمهال د نوموړي شرکت مسؤلین خلکو ته د رښتیتني خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.

د یادونې وړ ده، چې د دغه جوازلیک سره سم د اشرف عبدالاحمد احمدي برېښنا رسولو د خدمتونو شرکت کولای شي، د یوولسمې ناحیې په لیسه مریم سیمه کې د جنراتور له ډیزلو څخه د ۳۲۰ کیلو ولټ په وړتیا د برېښنا انرژي تولید او وېش په برخه کې فعالیت وکړي.

User account menu