د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالي کې د یوه پلچک جوړولو او د کانال د بیارغونې چارې د څه باندې 7 سوه زرو افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
Tue, Feb 04 2025 11:02 AM
1

د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالي په بلدي کلي کې د یوه پلچک جوړولو او د کانال د تخریب شوو برخو د بیارغونې چارې د ملګرو ملتونو د پراختیایي دفتر په مالي مرستې د 706 زره 582 افغانیو په ارزښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پیل شوې.

د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ځایي اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي، د کانال د تخریب او د کانال د اوبو له ضایع کول څخه به هم مخنیوی وشي.

د یادولو وړ ده چې په نوموړې پروژه کې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او چارې به یې د یوې نیمې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

User account menu