تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د اتمې برخې(لاټ) پروژې چارې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپې کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د اتمې برخې(لاټ) پروژې چارې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي سید غلام مشواڼي او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.
په دغه پروژه کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د یوولسو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به سلګونه استوګنیز کورونه، جوماتونه او کرنیزې ځمکې د پنج سیند له ویجاړیو څخه وژغورل شي.