لوګر ولایت کې د وزیر کلا کانال تخنیکي سروې ترسره شوه
د اېف، اې، او مؤسسې مسؤولینو د لوګر ولایت د اوبو او انرژي ریاست په همکاري سره د دغهٔ ولایت د مرکز اړوند سیمه کې د وزیر کلا کانال تخنیکي سروې د ۶ کېلو متره اوږدوالي په درلودلو سره ترسره کړه.
نوموړی کانال دا مهال ۴۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او په لایننګ او جوړېدو سره به یې د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي او زرګونه جریبه نوره کرنیزه ځمکه به هم خړوبه کړي.
