کندهار ولایت کې د دوو چکډمونو چارې د څه باندې شپږ نیم میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي

mew-admin
Sun, Apr 20 2025 12:24 PM
1

د کندهار ولایت د تخته پل او ارغستان ولسواليو د برغني او پای کاریز په سیمو کې د دوو چکډمونو چارې د ۶ میلیونه، ۷۵۵ زره او ۹۳۹ افغانیو په لګښت د اسلامي امارت په لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې روانې دي.

د برغني چکډم، ۱۰۷ متره اوږدوالی او ۴.۵ متره لوړوالی او د پای کاریز چکډم، ۲۳ متره اوږدوالی او ۸.۳۵ متره لوړوالی لري.

د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د نوموړو چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو دغوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

User account menu