فاریاب ولایت کې د اوبو کموالي ستونزه د هغه ولایت د اوبو او انرژي له رئيس سره شریکه شوه

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره وکتل او په نوموړې ولسوالي کې د اوبو کموالي ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د نوموړې ولسوالي مشرانو په دغه ولسوالي کې د اوبو کموالي ستونزې او د اوبو بند او د اوبو رسولو شبکې د جوړونې وړاندیز له ښاغلي مبارز سره شریک کړ.
په ورته مهال، ښاغلي مبارز د نوموړې ولسوالي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به له اړوندو مسؤلینو سره د رسیدګي په موخه شریک کړي.