په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغونې او بنسټیزې رغونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۵/۲۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۸هـ.ل
د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغونې او بنسټیزې رغونې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یاد کانال چارې چې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دغه پروژه کې د ۴۴۰ متره په اوږدوالي د کانال د دواړو غاړو د استنادي دېوالونو جوړول او د کانال د ۲۰۰ متره برخې پاککاري شامله ده او پکې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
یاد کانال د شاوخوا ۳۷۵ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او په ټولیزه توګه شاوخوا ۱۹ زره کسان ورڅخه ګټه پورته کوي.
