د هرات ولایت پتمنو خلکو ته زیری!

mew-admin
Thu, Aug 22 2019 8:44 AM
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی نن ورځ د هرات ولایت د اوبو لګولو کانالونو بیا رغونې ۳ پروژو قراردادونه لاسلیک کړ.
په دغه دریو پروژو کې د پښتون زرغون ولسوالۍ د زمان آباد کانال د لات لومړی او دوهم لات د بیارغونې پروژې او د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ګذرې کانال درېیم فاز شامل دي چی د افغان رولکس، نشنل گولد او امان ذبیح ساختماني شرکتونو د تطبیق مسؤلیت لري.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د تړونونو لاسلیک کولو په اړه وویل چې دغو پروژو د ۲۲۱ ملیونه او ۵۵۷۰۰۰ افغانۍ په لګښت د نړیوال بانک په ملاټر د IRDP لخوا به بشپړې شي.
یاد شوې پروژو د 124 کیلومتره په اوږدولی بیا رغونې کیږی چی له بشپړیدو وروسته، د دې کانالونو د اوبو لګونې ظرفیت له ۱۳۶۴۰ هکټاره څخه ۱۷۲۴۷ هکټاره ته لوړه شي او ۴۳۰۱۸ کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه پورته کوی.
همدارنګه د یاد شوې شرکتونو چارواکو ژمنه کړې چې دوی هڅه کوی د لوړ کیفیت او په ټاکلی وخت کې دغو پروژو تطبیق او ګته اخیستنی لپاره وسپاری.

User account menu