کابل منځنۍ سیندیزه فرعي حوزه کې خلکو ته د پر وخت او آسانه چوپړتیاوو د وړاندې کولو په هکله ناسته ترسره شوه

mew-admin
Mon, May 11 2026 9:09 AM
1

دغه ناسته د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا احسان الله حقیار او د اوبو رسونې او ښاري فاضلابو رئيس محترم انجنیر شفیع الله زاهد ترمنځ د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې ریاست د تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره او د دواړو ریاستونو ترمنځ د همغږي رامنځته‌کولو، خلکو ته د پر وخت او آسانه چوپړتیاوو د وړاندې کولو او ستونزو ته د رسېدنې په هکله خبرې اترې وشوې.

همدارنګه، د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې د تخنیکي پلاوي ناسته د دغه ریاست د تخنیکي سلاکار محترم انجنیر کریم الله عطایي تر مشري لاندې ترسره او د کابل ولایت د سیندونو او د اوبو اړوند بنسټونو د حریم د ټاکلو او تثبیت او د کابل سیند د تخنیکي سروې او د کار د څرنګوالي په هکله خبرې اترې وشوې.

User account menu