په بامیان ولایت کې د ګبیوني ۷ قراردادونه لاسلیک شو.

mew-admin
Tue, Sep 03 2019 8:39 AM
اخبار

په بامیان ولایت کې د ګیبوني ۷ قراردادونه د ۱۷۶۷۴۴۱۰ میلیون دالرو په ارزښت د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل او د بامیان ولایت استازو تر مینځ لاسلیک شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل او د اوبو چارو تنظیم عمومی ریاست سرپرست ښاغلی انجنیر احمد ویس بصیری سره د وږى مياشتي پہ ١٢ نيټہ بامیان ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د بامیان ولایت والی محمد طاهر زهیر او د دی ولایت له یوشمیر چارواکو سره لیدنه وکړئ.
په دې لیدنه کې چی د اوبو مدیریت له لارې د بامیان د کرنې پراختیا ته وده ورکولو لپاره ترسره شوی وه، داوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل او د بامیان ولایت والی ترمنځ په دی ولایت کې د پروژو جورولو او د اوبو ښه مدیریت کولو باندې خبرو اترو ترسره شو.
د بامیان ولایت والی ښاغلی محمد طاهر زهیر وویل چې په بامیان ولایت کې د اوبو مدیریت سره د کرنې سیسټم پیاوړی کول د بېوزلۍ کمولو لپاره مهم دی او په بامیان ولایت کې زیربنایی پروژو د پلي کولو د دی وزارت د پاملرنې څخه یې مننه وکړه.
وروسته په بامیان ولایت کې د ګیبوني ۷ قراردادونه د ۱۷۶۷۴۴۱۰ میلیون دالرو په ارزښت د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل او د بامیان ولایت والی تر منځ د بامیان ولایت استازو( د دهن فاطو او د ورس ولسوالۍ، د یکاولنگ نمبر (۲) ده تاجیک ولسوالۍ غوربندونه، د قلعه جاروب او سیغان ولسوالۍ، د بامیان مرکز قاضان فولادی) په حضور لاسلیک شو.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu