په هرات ولایت کې د ګبیونی ۳ تحکیمات پروژو تړونونو لاسلیک شو.

mew-admin
Sat, Sep 14 2019 2:45 PM
اخبار

د اوبو سرچینو مدیریت درې پروژو (د ګبیونی تحکیمات) د تطبیق کولو تړونونو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی او د هرات ولایت والی ښاغلی عبدالقیوم رحیمی په حضور سره د ۲۹ ملیونه افغانۍ په ارزښت د اوبو او انرژۍ وزارت او د هرات ولایت د انجیل، پشتون زرغون او د کشک کهنه ولسوالیو د سیمه ییزو شوراګانو مسوولانو ترمنځ لاسلیک شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د تړونونو د لاسلیک کولو پرمهال وویل چې د دی پروژو د پلي کیدو پرمهال د هرات ولایت د بیلابیلو ولسوالیو اوسیدونکي لږ تر لږه ۴۰۰۰۰ تنو ته د کار زمینه مساعد کیږی. ښاغلی خُلمی زیاته کړه: د اوبو او انرژۍ وزارت د اوسني اوبو کارولو او د ځمکې لاندې اوبو غوره مدیریت لپاره جدي کار کوي. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې په راتلونکي کې نورو پروژو د هرات ولایت د سیمه ییزو شوراګانو له لارې به پلې شي. په ورته وخت کې، د سیمه ییزو شوراګانو مسوولانو چې دغو پروژو پلي کوي ټینګار کوي دوی د وداني کار کیفیت ته جدي پاملرنه به وکړي. په تړونونو کې د هرات ولایت د انجیل ولسوالی د خان شاه کلي د سواحلو تحکیم ، د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه رود فشکان د سواحلو تحکیم او د کشک کهنه ولسوالۍ د امام بند د سواحلو تحکیم شامل دی چی شاوخوا د30 ملیونه افغانۍ په لګښت تطبیق کیږی.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu