په اوبو او انرژي وزارت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې لمانځله وشوه

mew-admin
Thu, Nov 28 2019 9:17 AM
اخبار

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې( د نوامبر میاشتی د ۲۵ مه نیټه) د اوبو او انرژي وزارت سرپرست انجنیر محمد گل خُلمی په حضور سره د دې وزارت په کنفرانسونو تالار کې رسما ولمانځل شوه.
ښاغلی خُلمی پدې برنامه کې په دولتي اداراتو کې د ښځو شتون او د ټولنې پرمختیا کې د ښځو موقعیت د اهمیت یادونه ترڅنګ وویل: " له نېکه مرغه په اوبو او انرژي وزارت کې د ښځو لپاره د کاري چاپیریال په بشپړ ډول چمتو شوی او اوس ډیری ښځینه کادرونه په اوبو او انرژي وزارت کې کار کوي."
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست پدې وزارت کې د یو شمیر زیاتو ښځو استخدام کولو څخه یادونه وکړه او ټینګار وکړ چی موږ هڅه کوو ترسو د کاري چاپیریال رامنځته کړو چیرې چې هیڅ ډول تبعیض یا تاوتریخوالی شتون نلري.
په ورته وخت کې، د بشري سرچینو رییس بریالی امین او د جنډر آمره عاقله هاشمي د تاوتریخوالي مسلو په ګوته کړل او د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لارو په اړه هم خبرې وکړې.
دا په داسي حال کی دی چی د افغانستان په قوانیونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي یوه مهمه مسله ده او هر ډول جنسي تبعیض د قانون سره سم جرم دی.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu